؛ صحرا ؛،غني خان،،،،
که په شګوکې ژوندون وی ربه بومې ځې صحراله
که سودا کې نازوشرنګ وی مامرئے ورکړه سوداله
که په ساه کې مستی نه وی ربه مرګ راوله ساه له
که هلال پيغام دنور د خندا د رڼا نه وی
ماته غوره توره شپه ده ډيره غوره د هلاله
که دژوند مقصد بل نشته بس ژړل دی سوزيدل دی
دا خپل جوش په بيرته واله داخپل هوش په بيرته واله
زه پتنګ ستا په رڼا يم مئين ستا په تورو نه يم
که کافرکه مسلمان يم يمه ستا د نورونه يم
زما واړه کمزورۍ دی جوړې ستا ستاد کماله
تياره ځکه شوله توره چې شوه ورکه د هلاله
چې تاروک کړمه حيوان شم چې تا ووينم انسان شم
ته درياب د شنوچينويې زه پټے د لوږوتندو
چې تاروک کړم بيابان شم چې تاښکل کړمه بوستان شم
داګناه زما د څه ده چی زه چغې شم جانان شم
داخوستادخيثت قصوردے چې زه غم شم بيابان شم
ېاخوواک دبادشاه راکه اوياصبردفقير را
دژوندون دې رنګين خوب له يوخيشته شان تصوير را
چې ستاحسن پرې بندی کړم داسې لاس داسې زنځير را
که دا اوښکې ستا شراب وی که دا چغې ستا باب وی
که زما ژړا دعمر يولمحه ستا د شباب وی
که زما همه مستی دا يوسرورستا د حساب وی
زه خوشحاله يم په هرڅه،چې کوې زما په ځان ته
عجيبه زما جانان يې،عجيبه زما ارمان ته
هله زه د ځان مالک شم چې خپل ځان درکړمه تاله
هله مست خوبونه راشی چې ګوټ وکړم ستا د خياله
اے د کل جهان مالکه جواب را ستا د جماله
ولې جوړصحرا کې باغ کړې قصاب جوړکړې د کلاله
ولې ولې ربه ولې ؟ د دې ولې جواب څه دے
څنګه څنګه اے جانانه ! ازغے څه دے مضراب څه دے
اے د لوږې تندې ربه ډک جام څه دے،کباب څه دے
اے دمرګ اوژوند مالکه مرګے څه دے شباب څه دے
اے د ژونداخرجانانه ژوندوندون څه دے حساب څه دے
اے دتوروتيروخانه څه معنی ستا د رڼا ده
اے د مرګ اوګورخاونده څه رنګينه ستا خندا ده

No comments:
Post a Comment