SPECIAL WELCOME TO ALL FRIENDS.What can you contribute to this site? Do you have any articles at home that you think would interest others? Please EMail apnacharsadda2008@gmail.com them to us or you can even Contac Us My Mobile No : +9203339500082 them to us!

Tuesday, August 28, 2012

zra ta che war peha hadesa shi Ukhke osase

غزل

زړه ته چې ورپېښه حادثه شي اوښکې وڅاڅي
ډکه چې له ګرده دا کوڅه شي اوښکې وڅاڅي

وویني سرې وینې پښتنې وي چې ایساري وي
پورته دغیرت چې جنازه شي اوښکې وڅاڅي

غوڅه چې څرمن شي څړيکې وڅنډي څپې څپې
جوړه چې په زړه کې هنګامه شي اوښکې وڅاڅي

وشړي اسمان هم په باد ورېځې اخیر وژاړي
ډکه چې دزغم دچادپیاله شي اوښکې وڅاڅي

هرڅو که دیواوبل په غیږ کې زانګي دوه زړونه
زیاته چې دسترګوفاصله شي اوښکې وڅاڅي

تل چې لکه شمه (حسن) ژاړي ملامت څه دی
پورته چې له زړه د چا لمبه شي اوښکې وڅاڅي

ډاکتر حسن-پیښور

No comments:

Post a Comment