Parwa da Gati da tawan kala nazar ki satam
پرواه دګټې د تاوان کله نظر کښې ساتم
اشنا زه تل ستا د الفت سودا په سر کښ ساتم
نور مې ټول تا ؤته در اوسپاره چي غم يئ غوڅ شي
زړه به تر کومې په لانجو د خير ؤ شر کښې ساتم
ګلاب، ګلاب وي که زرغون په هره خاوره کښې وي
زه کله فرق د پښتون په لر اؤ بر کښې ساتم
ما ته د ستورو د ګردش حالونه څه يادوې
زه خو په خپله دا خپل ستوري په چکر کښې ساتم
آخر انسان دې که په لار شي زړه يئ نه بداؤؤم
غوږ ورته نيسمه رقيب هم په هنر کښې ساتم
ته د طيب د روح وګمه يئ د ريحان ګلابه
د جانان غمه تا په زړه او پا ځيګر کښې ساتم
No comments:
Post a Comment