سیلاب
لویو څاروي آو چا کورونه ژاړل
چا تباه شوي خپل فصلونه ژاړل
چغي بازارکښ مي ترغوږو شولي
ډیرو ډوب شوي دوکانونه ژاړل
څوک د یوي کمري له غمه نډال
چا د لاکهونو غرق مالونه ژاړل
واړو ژاړل خپلو ګوډیانو پسي
پیغلو د خپل سر څادرونه ژاړل
روغو په خپلي تباهيئ وژاړل
او لیونو خپل ګریوانونه ژاړل
د اشنغر پیغلي سرتوري شولي
چا لوپټي چا عزتونه ژاړل
ډیر د مکتب په ورانیدو خوشحاله
او بغضي بغضي کتابونه ژاړل
سیلاب زما ټول آشنغر لاهو کړو
ځکه مي پروتي دیوالونه ژاړل
دا دي غذاب که امتحان وو ربه
چه کل عالم د زړه دردونه ژاړل
تنها ولاړ ووم په میرو د پنجاب
ما د خپل کلي ماښامونه ژاړل
زه امدادخیال په چغو سر ووم ځکه
ما د وړو واړه سوالونه ژاړل
امدادالله خیال هشتنغر
No comments:
Post a Comment