Pages

Thursday, March 15, 2012

SELAB

 سیلاب

لویو څاروي آو چا  کورونه ژاړل
چا  تباه  شوي خپل  فصلونه ژاړل

چغي بازارکښ مي ترغوږو شولي
ډیرو ډوب شوي  دوکانونه  ژاړل

څوک د یوي  کمري  له غمه نډال
چا د لاکهونو غرق  مالونه  ژاړل

واړو  ژاړل  خپلو  ګوډیانو  پسي
پیغلو د خپل سر څادرونه  ژاړل

روغو په خپلي تباهيئ  وژاړل
او لیونو خپل ګریوانونه ژاړل

د اشنغر پیغلي سرتوري شولي
چا  لوپټي چا عزتونه  ژاړل

ډیر د مکتب په ورانیدو خوشحاله
او بغضي بغضي  کتابونه  ژاړل

سیلاب زما  ټول آشنغر لاهو کړو
ځکه  مي  پروتي  دیوالونه  ژاړل

دا دي غذاب که  امتحان  وو  ربه
چه کل عالم  د زړه  دردونه ژاړل

تنها  ولاړ ووم  په  میرو د  پنجاب
ما  د  خپل کلي  ماښامونه  ژاړل

زه امدادخیال په چغو سر ووم ځکه
ما  د  وړو  واړه  سوالونه  ژاړل

امدادالله خیال هشتنغر

No comments:

Post a Comment